بېنټ:د سیمې هېوادونو کې مېشت افغانان ښه چلن او ملاتړ ته اړتیا لري

19 جدی 1403 ساعت 8:37

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول کېدو او پر جبري ایستلو اندېښنه څرګنده کړې.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول کېدو او پر جبري ایستلو اندېښنه څرګنده کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بېنټ زیاته کړې، چې د سیمې هېوادونو کې مېشت افغانان ښه چلن او ملاتړ ته اړتیا لري.

هغه پر ټولو هېوادونو غږ کړی چې کوربه هېوادونو ته اړینه بودیجه په واک کې ورکړي.

بېنټ د افغانانو د مېشتولو او ځای پر ځای کولو لپاره د مناسبو حل لارو په رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

د یادولو وړ ده چې پاکستان په دې وروستیو ورځو کې هلته د مېشتو افغانانو د نیولو او جبري شړلو لړۍ چټکه کړې ده.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 179230

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179230/

جمهور
  https://www.jomhornews.com