طالبانو په نورستان ولایت کې هم د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز ولګاوه
په نورستان ولایت کې د طالبانو د واکمنۍ ادارې په رسمي ډول د ژوندیو موجوداتو د عکسونو اخیستل او خپرول منع کړي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې؛ د نورستان ولايت د امربالمعروف رياست له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه حکم د دغه ولايت د فوايد عامې رييس مولوي دين محمد مستغني د يوې غونډې په ترڅ کې سيمه ييزو چارواکو ته رسولى دى.
مستغني ټینګار کړی، چې دغه حکم د عامه نظم د قانون د ۱۷ مادې پر بنسټ صادر شوی او باید په جدي توګه تعقیب شي.
په نورستان کې د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي راډيو ټلوېزيون او باختر آژانس پر ولايتي ادارې سربېره، د الينا، سهيل سحر او پارون غر په نومونو درې خصوصي راډيوګانې فعاليت کوي.
په نورستان کې د طالبانو د والي دفتر د وزارت له لوري د دغه فرمان له صادرېدو وروسته د دغه ولایت په مطبوعاتي دفتر پاڼه کې د خپلو غونډو انځور نه دی خپور کړی او پر ځای یې د نورستان ولایت د ودانۍ انځور خپور کړی دی.
نورستان شپږم ولایت دی چې طالبان په کې په رسمي ډول د ژوندیو موجوداتو د عکسونو پر خپرولو بندیز لګوي، خو طالبانو په غیر رسمي ډول له لسو څخه زیاتو ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د عکسونو پر اخیستلو بندیز لګولی دی.
د افغان خبریالانو مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې "دا بندیز په نورو ولایتونو کې هم لګېدلی او یو شمېر سیمه ییزې ادارې یې پلي کوي".
د طالبانو د عدلیې وزارت د روان کال د اسد په ۳۱ مه اعلان وکړ چې د نیکۍ د حکم او د بدو د منع قانون تصویب شو.
جمهورخبري آژانس