"سهیل شاهین" په قطر کې د طالبانو سفیر شو

19 جدی 1403 ساعت 15:51

ذبیح الله مجاهد ویلي، سهیل شاهین په دوحه کې د افغانستان سفارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.


ذبیح الله مجاهد ویلي، سهیل شاهین په دوحه کې د افغانستان سفارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو ډلې ویاند طلوع نیوز ته تایید کړې، چې په دوحه کې د موقت حکومت د سیاسي دفتر پخوانی رییس سهیل شاهین په قطر کې د افغانستان د سفارت د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

ذبیح الله مجاهد همداراز زیاته کړه چې د دغه سفارت پخوانی رئیس محمد نعیم د بهرنیو چارو وزارت د اداري مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 179248

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179248/

جمهور
  https://www.jomhornews.com