د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ایران د سفارت له مشر علیرضا بیکدلي سره په لیدنه کې ویلي چې ایران باید له افغان کډوالو سره نرم چلند وکړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو تر ولکې لاندې ارګ نن چهارشنبه (د مرغومي ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ایران له نوي سفیر علي رضا بیکدلي سره په ارګ کې وکتل.
د ایران سفیر رضا بیکدلي د طالبانو او ایران تر منځ د اړیکو پر پراختیا او د اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي باندې په ټینګار سره وویل، د چابهار بندر فعالول او پرانیستل یې د دوی د هڅو په سر کې دي.
هغه د ایران او طالبانو ترمنځ د همکاریو هوکړې ته په اشارې سره زیاته کړه چې دوی له افغانستان سره د همکاریو پراختیا غواړي.
مولوي عبدالکبیر رضا بیګدلي ته د هغه د نوي مقام مبارکي وویله او د افغانستان او ایران تاریخي اړیکو او مشترکاتو ته په اشارې سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا هیله څرګنده کړه.
د طالبانو سیاسي مرستیال ویلي، چې د طالبانو امارت غواړي له ایران سره اقتصادي او سیاسي همکارۍ پراختیا ومومي او ایراني پانګوال او سوداګر په افغانستان کې پانګونه وکړي.
نوموړي ویلي، چې د دې ډلې امارت اجازه نه ورکوي، چې له نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې له نورو اړخونو اغېزمنې کړي، خو طالبان هڅه کوي، چې سیمه ییز ثبات او اقتصادي ځواک ترلاسه کړي.
هغه له ایرانه وغوښتل چې له دوی سره نرم چلند وکړي او د افغان کډوالو د جبري ایستلو مخه ونیسي.
ده زیاته کړه چې په افغانستان کې هیڅ داسې عوامل نشته چې د ایران او افغانستان اړیکې خرابې کړي.
هغه زياته کړه، چې اوس په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او قاچاق له منځه تللى او د افغانستان او ايران ترمنځ شخړه په تفاهم حل شوې ده، چې په دې برخه کې غير مسوولانه څرګندونې د دواړو هېوادونو پر اړيکو منفي اغېز کوي.
جمهورخبري آژانس