امریکا د خپلو پخوانیو همکارانو د لېږدولو بهیر غځولی

20 جدی 1403 ساعت 7:47

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، چې د خپلو افغان همکارانو د لیږدولو چاره یې غځولې ده.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، چې د خپلو افغان همکارانو د لیږدولو چاره یې غځولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې د خپلو افغان همکارانو ملاتړ او د هغوی د لیږدولو بهیر یې غځولی دی. نوموړي ویلي، هېواد یې د خپلو همکارانو تر څنګ ولاړ دی او په دې برخه کې به خپلې ټولې ژمنې ترسره کړي.

تر دې میاشت وړاندې د امریکا استازو جرګې هم د «افغان همکارانو» د ملاتړ قانون تصویب کړ چې په هغه کې امریکا ته د دغو افغانانو د کورنیو د لیږدولو مسله هم یاده شوې وه.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179268

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179268/

جمهور
  https://www.jomhornews.com