اوچا: افغانستان لا هم د ناچاوده توکو له جدي خطر سره مخ دی

16 دلو 1403 ساعت 8:39

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي چې، افغانستان لا هم د ناچاودو توکو له جدي خطر سره مخ دی.


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي چې، افغانستان لا هم د ناچاودو توکو له جدي خطر سره مخ دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اوچا د راپور له مخې، څه باندې ۳٫۳ مېلیونه کسان پر ناچاودو توکو ککړو سیمو په یو کیلومترۍ کې ژوند کوي، او هره میاشت د دغو توکو د چاودنو له امله ۵۵ ملکیان وژل کېږي یا ټپيان کېږي.

اوچا زیاتوي چې، د قربانیانو ۸۰ سلنه ماشومان دي. اوچا همدارنګه ویلي چې، په ۲۰۲۵ کال کې د ماین پاکولو او عامه پوهاوي د عملیاتو لپاره ۲۱٫۹ مېلیون ډالرو ته اړتیا ده.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179924

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179924/

جمهور
  https://www.jomhornews.com