په مختلفو ادارو کې ۹۳۸ اداري پروسې ساده شوي

16 دلو 1403 ساعت 8:42

د طالبانو چارواکو د تدارکاتي، وزارتونو او دولتي ادارو کې د ملي او اداري پروسو ساده او یو شان کولو غونډه کې د اداري پروسو پر ساده کولو ټینګار کړی دی.


د طالبانو  چارواکو د تدارکاتي، وزارتونو او دولتي ادارو کې د ملي او اداري پروسو ساده او یو شان کولو غونډه کې د اداري پروسو پر ساده کولو ټینګار کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو  اداري مرستیال دغې ناسته کې ویلي، سرپرست حکومت د اداري پروسو ساده کولو ته ژمن دی، څو خلکو ته اسانتیاوې برابرې او ادارو کې کاغذ پراني له منځه لاړه شي.

په ورته مهال د چارو ادارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رییس ویلي، تېرو درېیو کلونو کې یې وزارتونو او دولتي ادارو کې ۹۳۸ اداري پروسې ساده کړې دي.

ادارو کې د پروسې پر ساده کولو وروسته له هغې ټینګار کېږي، چې دا مهال خلک دولتي ادارو کې له زیاتو کاغذ پرانیو او پېچلو پروسو شکایت کوي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179926

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179926/

جمهور
  https://www.jomhornews.com