ګارډین: عباس ستانکزی له افغانستانه وتلو ته اړ شو

16 دلو 1403 ساعت 8:56

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شیر محمد عباس ستانکزی، له افغانستان څخه وتلو ته اړ شوی دی.


ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شیر محمد عباس ستانکزی، له افغانستان څخه وتلو ته اړ شوی دی.

د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، ګارډین ورځپاڼې نن سهار، د سې شنبې په ورځ، د سلواغې په ۱۶مه، په یوه راپور کې لیکلي چې د طالبانو مشر عباس ستانکزي ته امر کړی چې له هېواده د وتلو مخه ونیسي او وروسته له هغه ونیول شي چې هغه پر خپلو تعلیمي او روزنیزو بندیزونو نیوکه وکړه. خو هغه له افغانستانه وتښتېد او متحده عربي اماراتو ته لاړ.

د طالبانو ډلې تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ذبیح الله مجاهد د دې ډلې د مشرانو ترمنځ اختلافات طبیعي بولي.

له بلې خوا، د طالبانو د اقتصاد وزارت ځینې سرچینې وايي چې د وزارت مشر دین محمد حنیف ترکیې ته تښتېدلی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 179933

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179933/

جمهور
  https://www.jomhornews.com