تاجکستاني چارواکو له توماس نیکلاسن سره د افغانستان پر تړاو خبرې کړې

17 دلو 1403 ساعت 8:27

د تاجکستان د بهرنیوچارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسن سره د افغانستان پر مسایلو خبرې کړې دي.


د تاجکستان د بهرنیوچارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسن سره د افغانستان پر مسایلو خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، چې دواړو لورو په دې کتنه کې د افغانستان د روانو پرمختګونو او د ګواښونو او ننګونو پر وړاندې د مقابلې لپاره د ګډو همکاریو په اړه خبرې کړې.

سرچینې زیاته کړې، چې د تاجکستان او اروپايي ټولنې ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پراختیا او د دوه اړخیزو اړیکو راتلونکې د دې خبرو نور موضوعات وو.

تاجکستان په افغانستان کې د سرپرست حکومت له بیاواکمنېدو وروسته د سیمې هغه هېواد دی چې له سرپرست حکومت سره یې نژدې اړیکي نه دي ټينګ کړي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 179952

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179952/

جمهور
  https://www.jomhornews.com