پاکستان؛ له بند ازاد شوي ۸۶ افغانان د تورخم لارې را لېږدولي

17 دلو 1403 ساعت 8:32

په تورخم کې د کډوالو د لېږد مسوولینو خبر ورکړی، چې پاکستان د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد او خېبر پښتونخوا کې نیول شوي ۸۶ افغانان له تورخم لارې افغانستان ته لېږدولي دي.


په تورخم کې د کډوالو د لېږد مسوولینو خبر ورکړی، چې پاکستان د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد او خېبر پښتونخوا کې نیول شوي ۸۶ افغانان له تورخم لارې افغانستان ته لېږدولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره، دغو کسانو چې ډېرو یې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد هم لرل، تر نیول کېدو وروسته بند هم تېر کړی دی.

د سرچینې د مالوماتو له مخې دا کسان د ننګرهار، لغمان، کونړ، کابل، پروان، بلخ، غزني، خوست، جوزجان، سمنګان، کندوز، بغلان، ډایکندي، میدان وردک، هرات، پکتیکا، لوګر، او بغلان ولایتونو اوسېدونکي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179954

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179954/

جمهور
  https://www.jomhornews.com