سرچینې: طالبان د ملګرملتونو کاري ډلې غونډې ته بلل شوی

17 دلو 1403 ساعت 8:35

باخبرو سرچینو ویلي چې د دوحې درېیمې غونډې په تعقیب، د ملګرو ملتونو سازمان د کاري ډلې غونډه به په روانې زیږیز میاشت کې جوړه شي.


باخبرو سرچینو  ویلي چې د دوحې درېیمې غونډې په تعقیب، د ملګرو ملتونو سازمان د کاري ډلې غونډه به په روانې زیږیز میاشت کې جوړه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغو سرچینو په وینا، د دغې غونډې چورلیز به د نشه‌يي توکو، بدیل کښت، خصوصي سکټور مسئلې او د افغانستان لپاره بشرپاله مرستې وي.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، طالبان هم دې غونډې ته بلل شوی؛ خو اسلامي امارت تر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د دوحې درېیمه غونډه د تېر زېږدیزکال د جون له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ په افغانستان کې د بدیل کښت او خصوصي سکټور د پیاوړتیا په محوریت سره، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سیاسي مرستیال په کوربتوب د طالبانو د استازي او د شاوخوا ۲۵هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون د قطر په دوحه کې جوړه شوې وه.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179955

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179955/

جمهور
  https://www.jomhornews.com