پاکستان اسناد لرونکو کډوالو ته له دغه هېواده د وتلو امر کړی

18 حوت 1403 ساعت 10:12

د پاکستان کورنیو چارو وزارت له اسناد لرونکو افغان کډوالو غوښتنه کړې چې د مارچ مياشتې تر وروستۍ نېټې له دغه هېواده ووځي.


د پاکستان کورنیو چارو وزارت له اسناد لرونکو افغان کډوالو غوښتنه کړې چې د مارچ مياشتې تر وروستۍ نېټې له دغه هېواده ووځي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د وزارت په اعلامیه کې افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی شوی، چې د راتلونکې میاشتې له لومړۍ به د کډوالو د ایستلو لړۍ پیل شي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې حکومت د ټولو بې اسناده کډوالو ترڅنګ د اسناد لرونکو افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې.

پاکستاني چارواکي وايي، دغو کډوالو ته د ایستلو لپاره پوره وخت ورکړل شوی او د کډوالو د ستنېدو پر مهال به له هیچا سره ناسم چلند نه کيږي.

له پاکستانه د کډوالو ایستلو پروسه د ۲۰۲۳ کال د نومبر په میاشت کې پيل شوه.

پاکستاني چارواکو ویلي، هغه کسان چې په دغه هېواد کې پاته کېږي باید ټول قانوني پروسې بشپړي او د دوی اساسي قانون ومني.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 180705

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180705/

جمهور
  https://www.jomhornews.com