نورستان کې د ترافیکي پېښې له کبله ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

20 حوت 1403 ساعت 10:41

د نورستان ولایت ځایي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۷ نور ټپیان شوي دي


د نورستان ولایت ځایي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۷ نور ټپیان شوي دي

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره دا پېښه پرون ناوخته د برګمټال ولسوالۍ په «افزوک» سیمه کې را منځته شوې. سرچینې زیاته کړې، چې دا پېښه د یوه لرګین پله د ماتېدو له امله هغه وخت را منځته شوې، چې یو ډاټسن موټر پرې د تېرېدو په حال کې و.

سرچینې د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په تړاو څه نه دي ویلي خو وایي چې د درملنې په موخه ځایي روغتون ته لېږدول شوي.

دا په داسې حال کې چې نورستان کې د خرابو سړکونو او د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله وخت ناوخته ترافیکي پېښې را منځته کېږي چې ډېری مهال مرګ ژوبله هم لري.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 180746

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180746/

جمهور
  https://www.jomhornews.com