د جمهور اژانس د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دفتر نن، چهارشنبه (د کب ۲۲مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې دوی د مهاجرت نړیوال سازمان سره په همکارۍ د زیان منونکو افغان ښځو او نجونو د ساتنې ملاتړ کوي.
خبرپاڼه کې ویل شوي ۹،۳۳۱ بې اسناده راستنیدونکو چې د تاوتریخوالي له خطر سره مخ وو د قضیې مدیریت مرسته ترلاسه کړه.
اروپايي ټولنه د دوی هوساینې او ساتنې ته لومړیتوب ورکوي، او بې ځایه شوې، کډوالې او راستنې شوې ښځې یو ثابت عاید ته اړتیا لري.
د اروپايي ټولنې پروګرامونه د بې ځایه شویو افغان میرمنو لپاره دوامداره سوداګرۍ رامینځته کوي.
په اعلامیه کې راغلي چې اروپايي ټولنې د ښځو په مشرۍ د ۲،۹۵۴ سوداګرۍ ملاتړ کړی او ۶۳۸ میرمنو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې موږ د ښځو د اقتصادي خپلواکۍ بشپړ ملاتړ کوو.
جمهور خبري آژانس