کابل کې د صنعتي پارک لپاره د ۱۲ میلیون ډالري پانګونې طرحه

19 حمل 1404 ساعت 9:31

یو شمېر افغان پانګوالو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د ۱۲ میلیون ډالرو په ارزښت په کابل کې د پانګونې یوه طرحه ورکړې ده.


یو شمېر افغان پانګوالو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د ۱۲ میلیون ډالرو په ارزښت په کابل کې د پانګونې یوه طرحه ورکړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویاند زیاتوي، ښاغلي عزیزي د  د دغو پانګوالو د طرحې هرکلی کړی او له هغوی یې غوښتي چې له وزارت سره خپل پروپوزل شریک کړي، څو تخنیکي ټیم د هغه د عملي کار لپاره پلان جوړ کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه وايي: دوی یوه برنامه او د پانګونې لپاره ۱۲ میلیون ډالري طرحه د وزارت مقام ته ورکړه چې د کابل په ده سبز سیمه کې په زر جریبه ځمکه کې صنعتي پارک جوړ شي. 

بلخوا، د خصوصي سکټور مسوولان د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ، د صنعتي پارکونو پر جوړولو پانګونه د کورنیو تولیداتو د ودې او د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په برخه کې اغېزناکه بولي.

 د سوداګرۍ او پانګونې خونې مالي او اداري سرپرست، میرزمان پوپل هم وايي: دولت باید په صنعتي پارکونو کې ځينې اسانتیاوې، لکه برېښنا، ځمکه او کانالیزیسیون سیسټم او نور برابر کړي. دا دولت دنده ده خو د سوداګر دنده دا ده چې ښه ډېره پانګونه وکړي او پانګونه یې په نړۍوالو معیارونو برابره وي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 181251

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181251/

جمهور
  https://www.jomhornews.com