په لوګر کې څارویو ته د طاعون ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شوی

20 حمل 1404 ساعت 8:29

د لوګر ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (ایف اې او) له لوري ۴۰زره څارویو ته د طاعون ناروغۍ ضد واکسین د عملي‌کېدو پروګرام پیل شوی دی.


 د لوګر ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (ایف اې او) له لوري ۴۰زره څارویو ته د طاعون ناروغۍ ضد واکسین د عملي‌کېدو پروګرام پیل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول قاري عبدالبصیر شاهد رسنیو ته ویلي، چې دغه واکسین به په یوه اوونۍ کې د لوګر په مرکز پل‌علم او ۶ ولسوالیو کې د کرنې او مالدارۍ ریاست د وېترنرانو له لوري وړو څارویو ته وشي.

نوموړي زیاته کړې، له دغه واکسین څخه یې موخه واړه څاروي د طاعون ناروغۍ څخه ژغورل او د مالدارانو دوامداره ملاتړ دی.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 181282

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181282/

جمهور
  https://www.jomhornews.com