د هیواد په ټولو ولایتونو کې نن د ګوزڼ ضد واکسینکمپاین پیلېږي

1 ثور 1404 ساعت 8:14

ټاکل شوې نن د هیواد په ٦ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین څلور ورځنی او په ٢٨ ولایتونو کې درې ورځنی کمپاین پیل شي.


ټاکل شوې نن د هیواد په ٦ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین څلور ورځنی او په ٢٨ ولایتونو کې درې ورځنی کمپاین پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره د دغه کمپاین پرمهال به په ټول هیواد کې له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ١١.٦ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ترڅنګ د (وېټامین ای) څاڅکي هم ورکړل شي.

د یادونې وړ ده چې ننکرهار، کونړ، لغمان، نورستان، کندهار او هلمند د هیواد له هغو ولایتونو دي چې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین به په کې څلور ورځې دوام وکړي او په پاتې ۲۸ ولایتونو کې به یاده پروسه په درې ورځو کې بشپړه شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 181552

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181552/

جمهور
  https://www.jomhornews.com