پاکستان؛ پرون څه باندې ۹۰۰افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي

1 ثور 1404 ساعت 8:16

د پاکستان حکومت پرون د تورخم له لارې څه باندې ۹۰۰ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.


د پاکستان حکومت پرون د تورخم له لارې څه باندې ۹۰۰ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کډوالو په دغه جوپه کېد اې سي سي کارت لرونکي او بې اسناده افغانان شامل دي.

د خېبرپښتونخوا حکومت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د یکشنبې په ورځ یې ۴۵۳ د ACC کارت لرونکي او ۴۵۱ نور افغان کډوالو چې اسناد یې نه درلود، د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.

په علامیه کې راغلي، چې دغه افغان کډوال د خېبرپښتونخوا له بېلابېلو سیمو د جبري بېرته ستنولو کمپ ته استول شوي وو.

د مالوماتو له مخې، د پاکستان حکومت د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې ۴۹,۸۰۴ غیرقانوني افغان کډوال د تورخم له لارې په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه کړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 181553

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181553/

جمهور
  https://www.jomhornews.com