د ملګرو ملتونو مرستیال:

د افغانستان خلکو ته د مختلفو مرستو رسولو هڅې دوام لري

9 ثور 1404 ساعت 8:51

د ملګرو ملتونو مرستیال سرمنشي د طالبانو د اداري مرستیال سره په لیدنه کې وویل چې ملګري ملتونه د افغانستان خلکو ته په بیلابیلو برخو کې د مرستې رسولو لپاره کار کوي.


د ملګرو ملتونو مرستیال سرمنشي د طالبانو د اداري مرستیال سره په لیدنه کې وویل چې ملګري ملتونه د افغانستان خلکو ته په بیلابیلو برخو کې د مرستې رسولو لپاره کار کوي.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، طالبانو تېره شپه (د غوايي ۸ مه) یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د دوی د ډلې مرستیال اداري مشر مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو او بیړنیو مرستو همغږي کوونکي، ټام فلیچر سره ولیدل.

فلیچر په دې غونډه کې وویل چې د افغانستان خلک مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري، او ملګري ملتونه په مختلفو برخو کې د افغانستان خلکو ته د مرستې رسولو لپاره کار کوي.

هغه ملګرو ملتونو ته د طالبانو سره د همکارۍ ډاډ هم ورکړ او هیله یې څرګنده کړه چې په افغانستان کې به لویې پراختیایي پروژې پلي شي ترڅو د هیواد خلک په راتلونکي کې بشري مرستو ته اړتیا ونلري.

مولوي عبدالسلام حنفي وويل چې د طالبانو ډله شپه او ورځ د امنیت د ټینګښت، د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو او د اقتصاد د پراختیا لپاره کار کوي.

طالبانو د ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ایستلو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه چې دا پروسه د ښه ګاونډیتوب له اصولو او نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې ده، چې د دواړو خواوو ترمنځ پر اړیکو یې منفي اغیزه کړې ده.

حنفي په ملګرو ملتونو غږ وکړ چې په دې برخه کې خپل مسؤلیت ترسره کړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 181805

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181805/

جمهور
  https://www.jomhornews.com