د کندهارـ هرات ترمینل پر شاوخوا ۱۴۲ جریبه ځمکه جوړېږي

9 ثور 1404 ساعت 8:57

د کندهار ولایت د ټرانسپورټ او هوايي چلند ریاست مسولین وایي، چې د کندهارـ هرات نوی ترمینل به پر شاوخوا ۱۴۲ جریبه ځمکه جوړ شي.


د کندهار ولایت د ټرانسپورټ او هوايي چلند ریاست مسولین وایي، چې د کندهارـ هرات نوی ترمینل به پر شاوخوا ۱۴۲ جریبه ځمکه جوړ شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره اوس د یاد ترمینل د څلورو خواو دیوالونو چارې پر بشپړیدو دي. د کندهار ټرانسپورټ او هوایې چلند ریاست مطبوعاتې مسول مولوي عصمت الله عاصم وایي، ددغه ترمینل ساختمانې چارې به هم ډېرې ژر پیل شي او د جوړېدو چارې به یې د یونیم کال په موده کې بشپړې شي.

د کندهار هرات ترمینل پروژې مسولین وایي، خوښ دې چې په هیواد کې پر داسې پروژو کارونه کوي، چې زیات شمیر کسانو ته ګټه رسیږي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 181808

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181808/

جمهور
  https://www.jomhornews.com