هرات کې د مخابراتي شبکو ۶۳ نوې ستنې نصب شوې دي

9 ثور 1404 ساعت 9:01

د هرات ولایت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې تېر کال په مرکز او ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو د پراختیا په موخه ۶۳ نوې ستنې نصب او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اترا ادارې امر مولوي باز محمد سروري له رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې د نصب شوو ستنو له ډلې ۳۰ ستنې د روشن مخابراتي شرکت، ۲۰ ستنې د افغان بیسیم شرکت، ۸ ستنې د اتوما شرکت، ۳ ستنې د سلام شرکت او ۲ ستنې د اتصالات شرکت له لوري لګول شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د هرات د لرې پرتو سیمو لپاره د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په موخه، د اترا ادارې په وړاندیز او د مخابراتي خدماتو پراختیایي صندوق ټي ډي اف په مالي ملاتړ ۱۴ نوي سایټونه هم پلان شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 
د مطلب کود: 181810

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181810/

جمهور
  https://www.jomhornews.com