د طالبانو د ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د افغانستان او ازبکستان له ګډ بازار څخه لیدنه وکړه او ویې ویل چې دوی د سوداګرو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکوي.
د ایران د لارې او ښار جوړولو وزارت سلاکار او استازی وايي، تهران چمتو دی چې، د افغانستان د ټرانسپورټ په بنسټیزو برخو کې تر ۶ میلیارده ډالره پانګونې وکړي.