د سوریې رسنۍ وايي، د دغه هېواد دموکراتیکو ځواکونو د ترکیې یوه بې پیلوټه الوتکه د حلب ولایت په شمالي لویدیځه سیمه کې ویشتې او راغورځولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په سوریه کې د ترکي الوتکې د راغورځېدو خبر پر داسې مهال ورکول کېږي، چې د ترکیې پوځ د سوریې په ځینو سیمو کې د خپلو مخالفینو پر وړاندې عملیات پیل کړي دي.
د ترکیې پوځ ۲۴ ورځې وړاندې د زیتون د ښاخ تر نامه لاندې پوځي عملیات د سوریې له عفرین سیمې څخه پیل کړي او وايي دا عملیات به نورو سیمو ته هم وغځوي.
ترکیي رسنۍ وايي، په دې عملیاتو کې د ترکیې ۶ زره امنیتي ځواکونه برخه لري او موخه یې د ترکیې مخالفین ځپل او له منځه وړل دي.
وړاندې تر دې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي و، چې دغه عملیات به د عفرین څخه د سوریې نورو سیمو ته وغځوي او امریکا ته یې ګواښ کړی وو، چې د دوی د عملیاتو پر وړاندې خنډ نه شي.
جمهورخبري آژانس:کابل