د هندي لومړي وزیر نریندرا مودي د اسلامي ټولنې د پرمختګ له پاره پر مسلمان ځوانانو غږ کړي، چې په یوه لاس کې قرانکریم او په بل لاس کې کمپیوتر ولري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مودي دغه څرګندونې په هند کې د «اسلامي میراث، د پوهې او اعتدال ډېرېدل» په نوم غونډې ته له وینا وروسته په خپل ټوېټر پاڼه لیکلې دي.
نوموړي ویلي، چې د مسلمان ځوانانو د پرمختګ له پاره به له هېڅ ډول هلو ځلو ځان ونه سپموي خو په وینا یې له مسلمان ځواکونو یې غوښتنه ده، چې د خپل پرمختګ له پاره په یوه لاس کې قرانکریم او په بل کې کمپیوټر ولري.
ښاغلي مودي لیکلي«اسلامي کلتور په هند کې مخ پر ودې دی او د صوفي ازم اغیز د مینې، ورورولۍ او سولې پیغام خپروي، له همدې کبله باید زموږ ځوانان د اسلام د بشري ښېګړې اړخونو ته ژمن اوسي او باید عصري تکنالوجي وکارولی شي.»
د هند لومړي وزیر د القاعده شبکې دغه څرګندونې، چې هند له مسلمانانو سره زور زیاتوی کوي، په کلکه رد کړې او ویلي د القاعده دغه ګومان سم نه دی، چې د هند مسلمانان به د دوی په اشارو چلند کوي.
د هغه په وینا رښتیا خبره دا ده، چې د هند مسلمانان پر خپل هېواد میین دي، د دغه هېواد لپاره ژوند کوي او پر دغه هېواد سر ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل