۰

هند او فرانسه د اټومي انرژۍ بټۍ جوړوي

یکشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۱۶
هند او فرانسې د هند په سمندر کې د پوځي همکاریو د پراختیا په موخه او د اټومي انرژۍ د یوې سترې بټۍ د جوړونې تړون لاسلیک کړی دی.
هند او فرانسه د اټومي انرژۍ بټۍ جوړوي
هند او فرانسې د هند په سمندر کې د پوځي همکاریو د پراختیا په موخه او د اټومي انرژۍ د یوې سترې بټۍ د جوړونې تړون لاسلیک کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه تړون تېره ورځ شنبې د کب ۱۹ مه په نوي ډیلي کې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د دغه تړون له مخې به له مخې دواړه هېوادونه خپلې سمندرې اډې د یو بل جنګي بېړیو ته پرانیزي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د اټمي انرژۍ د تاسیساتو د جوړونې دا تړون مهم بلل کېږي او تمه ده چې دا تاسیسات به د هند په لوېدیځ جیتپور کې جوړ شي چې څه کم ۱۰ زره میګاواټه برښنا به تولیدوي.

باید و ویل شي، چې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د جمعې په ورځ د یو څلور ورځني سفر په مخه هندوستان ته تللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي