د روسیې ولسمشر ولادیمرپوتین د متده عربي اماراتو له ولیعهد سره په تلېفوني اړیکه کې پر یو شمېر مسایلو خبرې اترې کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پوتین او محمد بن زاید آل نهیان خبرې تر ډېره د منځني ختیځ د امنیتي وضعیت په اړه راڅرخېدلې.
کرملین وایي، پوتین اماراتو له ولیعهد محمد بن زاید آل نهیان او د اماراتو د مسلحو ځواکونو مشر ته د هر ډول مرستې ډاډ یې ورکړی دی.
د کرملین په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پوتین او محمد بن زاید آل نهیان د دوه اړخیزو اړیکو پر زیاتېدو هم ټینګار کړی دی.
د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ دواړو خواو د هغه پرېکړه لیک پر ښه عملي کېدو هم ټینګار کړی، چې په ۲۰۱۷ کال کې د روسیې او اماراتو تر منځ لاسلیک شو.
په خبر پاڼه کې همدا راز راغلي، چې پوتین د اماراتو وليعهد ته د هغه د زوکړې مبارکي هم ورکړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل