د جرمني پارلمان د دغه هېواد لومړۍ وزیره انګلا میرکل د څلورمې دورې له پاره د دغه هېواد د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکله.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرمني پارلمان نن چهارشنبې د کب ۲۳ مه مېرمن میرکل ته مثبته رایه ورکړه او هغه یې لومړۍ وزیره وټاکله.
د مېرمن میرکل په ټاکلو او د پارلمان په دې پرېکړې سره د جرمني د څو میاشتو سیاسي لانجې ته د پای ټکی کېښودل شو.
مېرمن میرکل به نن په برلین کې د ولسمشر فرنک والټر شټاین مایر په دفتر کې لوړه وکړي.
باید و ویل شي، چې د جرمني چپ لاسی سوسیال ډموکراټ ګوند له انګلا میرکل سره په ائتلاف کې شامل دی.
جمهورخبري آژانس:کابل