د آلمان د بهرنیو چارو نوي وزیر هورست زیهوفر ویلي په دغه هېواد کې د اسلام او مسلمانانو لپاره ځای نشته دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هورست زیهوفر چې نوی د المان د بهرنیو چارو وزیر ټاکل شوی زیاته کړې، چې د کډوالو لپاره شته قوانین باید تر بیا کتنې لاندې ونیول شي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې قوانینو کې باید په المان کې د مسلمانانو د ژوند په اړه نوي نظریات وړاندې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د المان لومړۍ وزیره انګلامېرکل په دې باور ده، چې باید په دغه هېواد کې د کډوالو په قوانینو کې نرمښت رامنځ ته شي.
جمهورخبري آژانس:کابل