د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي په پام کې لري، چې د افغان هوايي ځواکونو له پاره 8 ScanEagle بې پیلوټه الوتکې وپېري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پتڼاګون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه الوتکو د پېر له پاره یې انسیټو کمپني سره قرارداد کړی دی.
سرچینې زیاتې کړې، چې د دغه الوتکو په پېرلو په ۴۷ میلیونه ډالره لښکت راشي او یاد شرکت به د افغان هوایي ځواکونو لپاره د ۸ بې پیلوټه الوتکو تر څنګ د دغو الوتکو پرزې، تدارکاتي اسانتیاوي او د اړتیا وړ نور تجهیزات برابر کړي.
د پنټاګون په خبرپاڼه کې راغلي، ټاکل شوې ده چې دغه قرارداد د ۲۰۱۹ میلادي کال تر مارچ میاشت پورې بشپړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې هند ویلي دوی هم د افغان هوايي ځواک له پاره څلور جنګي چورلکې پېري.
جمهورخبري آژانس:کابل