پر کونړ ولایت د پاکستاني ځواکونو توغنديي بریدونه دوام لري او تازه یې بیا پر دغه ولایت ۱۵۰ توغندي ویشتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کونړ امنیتي چارواکي وايي، د پاکستان له لوري توغول شوي توغندي په دانګام او شلتن ولسوالیو کې لګېدلي.
د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان زیاتوي، چې پاکستاني ځواکونو ۱۵۰ توپچي بریدونه کړي، خو ځاني زیان نه لري.
باید و ویل شي د پاکستاني ځواکونو توغنديي بریدونه له کلونو راهیسې دوام لري او تر اوسه یې زرګونه توغندي د افغانستان په ځینو ختیځو سیمو توغولي، چې مرګ ژوبله یې هم درلوده.
افغان حکومت په ځلونو هڅه کړې، چې دغه ستونزې ته د دیپلوماتیکو لارو حل پیدا کړي، خو تر اوسه نه دي بریالي شوي.
جمهورخبري آژانس:کونړ