سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو په کونړ ولایت لږ تر لږه ۳۰۰ توپونه ویشتلي، چې له امله یې دوه تنه ټپیان شوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم زیاتوي، چې پاکستاني ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر پر کونړ ولایت دغه توغندلي ویشتلي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه توغندي د کونړ ولایت په سرکاڼو، دانګام او شلتن ولسوالیو کې لګېدلې، چې په دانګام کې یې د یوې کورنۍ دوه غړي هم ټپیان کړي دي.
په ورته وخت د کونړ د والي ویاند زیاتوي، چې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله ګڼ شمېر کورنیو له دې سیمو ګډه کړې.
د پاکستان راکټي بریدونو له کلونو راهیسې پر افغان خاوره دوام لري، خو دې وروستیو بریدونو یې پر داسې مهال زور اخیستی، چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو له پاره هلې ځلې ګړندۍ شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کونړ