ټاکل شوې د روسيې ولسمشر ولادیمیرپوتین او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به په انقره کې سره وګوري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دواړه ولسمشران به نن سه شنبې د وري ۱۴ مه سره وګوري او پر بېلا بېلو مسایلو به خبرې اترې وکړي.
کرملین ویلي، پوتین او اردوغان به د ترکیې د اټمي انرژۍ د تولید کارخانه پرانیزي چې د روسیې په مرسته جوړه شوې ده.
د ترکیې ولسمشر به همداراز له روسیې د مزایلو د سیستم پر اخیستلو او د سوریې پر وضعیت خبرې وکړي.
دواړه مشران به سبا په انقره کې د ایران له جمهور رئيس حسن روحاني سره وګوري او د سوريې پر جګړه به چې درې واړه هېوادونه پهکې ښکېل دي، خبرې وکړي.
دا په روسیه کې د ولسمشرۍ د ټاکنو تر ګټلو وروسته، د پوتین لومړی بهرنی سفر دی.
جمهورخبري آژانس:کابل