۰

بریتانیا په بحرین کې پوځي اډه پرانیستې ده

شنبی ۱۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۰
برېتانیا د منځني ختیځ په مهمه سیمه بحرین کې خپله لومړنۍ پوځي اډه پرانستې، چې سلګونه ځواکونه به په کې مېشت وي.
بریتانیا په بحرین کې پوځي اډه پرانیستې ده
برېتانیا د منځني ختیځ په مهمه سیمه بحرین کې خپله لومړنۍ پوځي اډه پرانستې، چې سلګونه ځواکونه به په کې مېشت وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه اډه د بحرین په میا سلمان بندر کې پرانستل شوې ده چې د بریتانیا د سلطنتي سمندري ځواکونو شاوخوا ۵۰۰ سرتېري به په کې مېشت وي.

د بریتانیا د پوځ چارواکي وايي چې بریتانوي ځواکونه به له دې وروسته وکولی شي، چې په خلیج کې د اوږدې مودې لپاره پوځي عملیات وکړي او همدا راز د کښتیو لپاره به د انجینرۍ او لوژستیکي ملاتړ خدمات ترسره کوي.

د بریتانیا د پوځي ځواکونو یوه جګپوړي قوماندان ویلي دي چې د بریتانیا هدف په سیمه کې د سمندري امنیت ټینګول کول دي.

دا تر څلورو لسیزو وروسته د برېتانیا لومړی پوځي اډه ده، چې په بحرین کې یې پرانیز او دغلته له وړاندې د امریکا د سمندري ځواکونو یوه اډه هم شته ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي