د کاناډا پولیسو ویلي په ساسکاچوان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د هاکي د یوه ټیم ۲۸ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پولیسو زیاته کړې، چې د هاکي د ټیم دغه غړي په یوه ملي بس موټر کې د ولایتي سیالیو په یوه لیګ کې د ګډون په موخه دغه ولایت ته په لاره و، چې موټر یې له یوه باروړونکي موټر سره ټکر شوی دی.
دوی زیاته کړې، چې په دې پېښه کې د یاد هاکي ټیم ۱۴ لوبغاړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي، چې روغتون ته لېږدول شوي او د دریو تنو روغتیايي حالت نازک دی.
ویل کېږي دغه پېښه د تېرې جمعې په ورځ د کاناډا د ساسکاچوان ولایت د تیسدیل په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل