د سوریې حکومتي رسنۍ وايي، د دغه هېواد په یوه هوايي ډګر توغنديي برید شوی، خو امنیتي ځواکونه توانېدلي دغه توغندي شنډ کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سوریې خبري آژانس سانا راپور ورکړی، چې د التیفور په هوايي ډګر ۸ توغندي توغول شوي دي.
خو په وینا یې د دغه توغندیو د لګېدو مخه نیول شوې او په هوا کې د سوریې د پوځ له خوا شنډ کړای شوي دي.
د سوریې یوه نظامي چارواکي د دې هېواد تلوېزیون ته ویلي، چې د التیفور په هوايي ډګر ۸ توغندي ویشتل شوي خو مخه یې نیول شوې او په هوا کې شنډ کړای شوي دي.
ځینې راپورونه وايي، دغه برید د امریکا د پوځ له خوا شوی، خو د امریکا دفاع وزارت دغه بریدونه په کلکه رد کړي.
پنټاګونو ویلي دوی د سوریې حالت له نېږدې څاري خو امریکا په کوم برید لاس نه دی پورې کړی.
جمهورخبري آژانس:کابل