۰

ایف بي ای د ټرمپ د وکیل پر کور چاپه وهلې ده

سی شنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۶
راپورونه وايي، د امریکا فډرالي تحقیقاتي ادارې یا ایف بي آې د ډونالډ ټرمپ د وکیل مایکل کوهن پر کور او دفتر چاپه وهلې ده.
ایف بي ای د ټرمپ د وکیل پر کور چاپه وهلې ده
راپورونه وايي، د امریکا فډرالي تحقیقاتي ادارې یا ایف بي آې د ډونالډ ټرمپ د وکیل مایکل کوهن پر کور او دفتر چاپه وهلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د امنیتي ادارو سرچینې ویلي، د امریکا فډرالي تحقیقاتي ادارې ایف بي ای تېره ورځ  دوشنبې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شخصي وکیل مایکل کوهن په کور او دفتر چاپه وهلې ده.

خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تحقیقاتي ادارې دغه اقدام په کلکو ټکو غندلی دی.

له ولسمشر کېدو وروسته پر ټرمپ څو فلمي ستورو، مدیرانو، سپورتي لوبغاړو او د ښکلا موډلانو تر دې دمه پر ټرمپ تور لګولی چې له دوی یې جنسي غوښتنې لرلې دي او یا یې په سپکه ورته کتلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي