د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه راپور تایید کړی، چې ویل شوي په واشنګټن کې پاکستاني دیپلوماتان له اجازې پرته نه شي کولای سفر وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې څو ورځې وړاندې دا راپور خپور شو، چې امریکا په پاکستاني دیپلوماتانو له اجازې پرته د سفر بندیز لګولی دی، خو دا خبر تاييد شوی نه و.
اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ټامس شینن دغه راپور تایید کړی او ویلي یې دي، چې د سفارت په چارو کې دا ډول اقدامات عادي خبره ده.
د هغه په وینا امریکا دغه بندیز د پاکستان د حکومت د هغه پرېکړې په غبرګون کې لګولي، چې په اسلام آباد کې یې پر امریکايي دیپلوماتانو لګولی دی.
راپورونه وايي، پاکستان هم په اسلام آباد کې پر امریکايي دیپلوماتانو له اجازې پرته د سفر بندیز لګولی او نه شي کولای چېرته ولاړ شي.
په ورته وخت د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر دا هم ویلي، چې پاکستان باید د افغانستان د سولې په برخه کې مرسته وکړي.
د هغه په وینا پاکستان باید د ترهګرۍ او تاوتریخوالي له ملاتړه لاس واخلي او په دې برخه کې د نړیوالو پوښتنو ته ځواب و وايي.
تامس شینن د افغان حکومت د سولې وړاندیز ګټور بللی دی او په وینا یې د سیمې له هېوادونو سره په ګډه کار کول به ددې سبب شي، چې په افغانستان کې سوله راشي او ثبات ټینګ شي.
جمهورخبري آژانس:کابل