د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون پرېکړه کړې، چې وروسته له دې به نور بالستیک توغندي نه ازمويي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اون پوځي ته ویلي، چې سر له نن ورځې دې بالستیک توغندي نه ازمويي.
کیم جونګ اون چې د خپل ګوند په غونډه کې وینا کوله و ویل، چې شمالي کوریا له دې وروسته د توغندیو ازمویلو ته اړتیا نه لري، نو دغه لړۍ دې ودرول شي.
ون ویلي چې شمالي کوریا له دې وروسته هېڅ ډول بالستیک توغندی نه ازمويي.
امریکا د شمالي کوریا د دغه اقدام ستاینه کړې او ولسمشر ټرمپ ویلي، له شمالي کوریا سره هوکړې ته رسېدلي چې له دې وروسته به بالستیک توغندي نه ازمويي.
جمهورخبري آژانس:کاابل