د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، مسکو ښايي په سوریه کې د خپل متحد بشارالاسد حکومت ته «S-300» مزائیل وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاروب دغه څرګندونې ار اي اې آژانس سره په یوه مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې دا مزائیل د هوايي دفاع لپاره او ډېر دقیق دي.
نوموړي زیاته کړې، چې روسیې تردې مخکې د غربي دولتونو په غوښتنه، د بشارالاسد رژیم ته د داسې مزائيلو له ورکولو ډډه کړې وه، خو نور دا مسوولیت نه لري.
هغه ویلي «موږ وړاندې د اخلاقي مسوولیت له مخې دغه کار نه کولو خو نور دا مسوولیت نه لرو.»
روسیه پر داسې مهال سورې ته د دغه مزایلو د ورکړې خبره کوي، چې تر دې وړاندې د سوریې په سر له لوېدیځ په ځانګړي ډول له امریکا سره اړیکې ډېرې ترینګلې شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل