۰

د ارمنستان لومړي وزیر استعفا کړې ده

سی شنبه ۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۵
د ارمنستان لومړي وزیر سرژ سرکیسیان وروسته له هغې د خپلې دندې څخه لاس په سر شوی، چې په هېواد کې یې پر ضد پراخ لاریونونه وشول.
د ارمنستان لومړي وزیر استعفا کړې ده
د ارمنستان لومړي وزیر سرژ سرکیسیان وروسته له هغې د خپلې دندې څخه لاس په سر شوی، چې په هېواد کې یې پر ضد پراخ لاریونونه وشول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له تېرو لسو ورځو راهیسې په ارمنستان کې د خلکو د حکومت پر ضد لاریون کړی او د لومړي وزیر استعفا یې غوښته.

سرژکسییان هم همده لاریونونو مجبور کړ، چې له دندې استعفا وکړي او په یوه بیانیه یې کې ویلي، چې لاریون کوونکي غواړي دی ګوښه شي او ده هم د هغوی غوښتنه ومنله.

لاریون کوونکي، چې د سرکیسیان سیاسي مخالفین دي، ویلي، چې نوموړي له لس کلنې ولسمشرۍ دورې وروسته، د لومړي وزیر په توګه پر واک منګولې خښې کړې، چې دا کار نه یواځې دوی ته بلکې د ارمنستان هېڅ یو وګړي ته د منلو وړ نه دی.

نوموړي په دغه بیانیه کې ویلي،«نیکول پاشینیان په حقه دی، ما اشتباه کړې، که څه هم د خپلې څوکۍ ساتلو لپاره راسره ډېرې لارې شته دي خو زه به هیڅکله دا کار ونه کړم ځکه زه همدا اوس د ارمنستان د لومړي وزیر له پوسټه استعفا کوم.»

باید و ویل شي، چې د لومړي وزیر له استعفا وروسته د لاریونوالو رهبر نیکول پاشینیان هم له بنده را خوشی او د یاد هېواد په پلازمینه یوروان کې له خپلو ملګرو سره یو ځای شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي