۰

عراق کې ۱۹روسۍ میرمنې په عمري بند محکومې شوې دي

سی شنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۰
د عراق پلازمېنه بغداد کې جنايي محکمې ۱۹ روسۍ مېرمنو ته له داعش ډلې سره د تړاو په تور د عمري بند سزا اورولې ده.
عراق کې ۱۹روسۍ میرمنې په عمري بند محکومې شوې دي
د عراق پلازمېنه بغداد کې جنايي محکمې ۱۹ روسۍ مېرمنو ته له داعش ډلې سره د تړاو په تور د عمري بند سزا اورولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه راز یادې محکمې ۶ اذربایجانۍ او ۴ تاجکستانۍ مېرمنې هم په عمري بند محکومې کړې دي.

د محکومو شویو مېرمنو له ډلې ډېری هغو ویلي، چې د داعش وسله والو لخوا له ترکیې څخه عراق ته را وستل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د عراق حکومت په فبروري میاشت کې ۲۷ مېرمنې او ورسره ماشومان روسي چارواکو ته وسپارل او ویې ویل، دوی ته روښانه شوې ده چې دا مېرمنې غولول شوې وې.

باید و ویل شي، چې د روانې میاشتې په پیل کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا ویلي و، له ۵۰ تر ۷۰ پورې روسۍ مېرمنې چې له سلو زیات ماشومان ورسره دي، په بغداد کې بندیانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي