۰

عراقي الوتکو سوریه کې د داعش یو مرکز له منځه وړی دی

دوشنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۲
عراقي چارواکي وايي، د هېواد جنګي الوتکو یې په سوریه کې پر داعش مرګوني هوايي بریدونه کړي او د دغه ډلې یو ستر مرکز یې له منځه وړی دیږ
عراقي الوتکو سوریه کې د داعش یو مرکز له منځه وړی دی
عراقي چارواکي وايي، د هېواد جنګي الوتکو یې په سوریه کې پر داعش مرګوني هوايي بریدونه کړي او د دغه ډلې یو ستر مرکز یې له منځه وړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي ویلي، چې د عراق جنګي الوتکو د سوریې په ختیځ کې د داعش په یوه مرکز برید کړی او هغه یې له منځه وړی دی.

باید و ویل شي، چې د عراق حکومت له تېر کال راهیسې د سوریې د ولسمشر او داعش ډلې پر وړاندې د مبارزې لپاره د امریکا په مشرۍ ایتلاق په منظورۍ داعش ډلې پر ضد هوایي بریدونه پیل کړي دي.

دغه راز د عراق لومړي وزیر په تېره ډسمبر میاشت کې پر داعش د بري اعلان هم وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي