د زابل ولایتي شورا وایي، وسله وال طالبان په دغه ولایت کې د یوه ستر برید د ترسره کولو پلان لري او غواړي یاد ولایت سقوط کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د زابل د ولایتي شورا رئیس عطا جان حق بیان کړې او ویلي یې دي، چې د زابل د سقوط پرېکړه د طالبانو رهبري شورا کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، طالبانو رهبرۍ شورا پرېکړه کړې، چې لومړی د دغه ولایت شمالي ولسوالۍ سقوط او وروسته د هاموې ټانکونو او موټربم بریدونو په واسطه په مرکز کلات کې په ډله ییز برید سره دغه ولایت سقوط کړي.
د هغه په وینا طالبان د زابل په ښار د خونړیو بریدونو پلان لري او په دې سره غواړي دا ولایت هم د فراه ولایت له برخلیک سره مخ کړي.
د زابل ولایتي شورا پر داسې مهال دغه اندېښنه څرګندوني، چې له تېرو ورځو راهیسې د دې ولایت په ارغنداب، مېزاني او دایچوپان ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سختې نښتې شوې وې.
خو امنیتي چارواکو او د زابل سیمه ییزه ادارې تر اوسه د ولایتي شورا د رییس د دغه څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:زابل