د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، د امریکا په مشرۍ اېتلافي ځواکونو په سوریه کې د داعش ډلې د تېلو او ګازو د پلور مسؤول وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پنټاګون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د مي میاشتې په ۲۶ مه ابوخطاب عراقي او د هغه درې دستیاران په یوه برید کې وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ابوخطاب عراقي په سوریه کې د داعش ډلې د تیلو او ګازو د پلور مسؤول وو خو دا چې د سوریې په کوم ځای کې وژل شوی په اړه یې جزیات نه دي ورکړي.
پنټاګون زیاتوي، چې د ابوخطاب عراقي په وژلو سره یې د داعش ډلې د بودیجې د تر لاسه کولو کچه راغورځولې ده.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل