د چین لومړي وزیر کچیانګ وايي، هېواد یې د ثبات، امنیت، سولې او ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د افغان حکومت ملاتړ کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کچیانګ ټینګار کړی، چې دوی له خپلو ټولو امکاناتو په استفادې هڅه کوي چې د افغانستان په بیارغونه کې مرسته وکړي.
نوموړي چې د شانګهای غونده کې وینا کوله زیاته کړې، چین مخکې هم ویلي او اوس بیا ټینګار کوي چې دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له هر ډول خبرو ملاتړ کوي.
ښاغلي کچیانګ ویلي، چې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې چین د افغان حکومت سره هر راز مرستو ته چمتو دی.
د هغه په وینا چین د افغان سولې او ثبات لپاره درې اړخیزه ډله رامنځ ته کړه چې په هغه کې افغانستان، پاکستان او چین شامل دي.
د چین لومړي وزیر ویلي دغه درې اړخیز بهیر ته هم ادامه ورکوي او موخه یې په افغانستان کې د امنیت راوستل او ستونزو له منځه وړل دي.
جمهورخبري آژانس:کابل