د کورنیو چارو وزارت وايي، زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو بریدونه پر شاه تمبول شوي او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن چهارشنبې د لړم ۲۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره شپه د زابل ولایت په میزانه ولسوالۍ کې پر ځینو امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او په شاه وتمبول شول.
په خبرپاڼه کې د طالبانو د برید پر مهال دوه پولیس وژل شوي، خو وايي د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ۸ طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې په ګڼو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو زور اخیستی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل