د ولسي جرګې ځینې غړو ټینګار کاوه تر چې طالبانو ته د جګړې په میدان کې ماتې نه وي ورکړل شوې، له دې ډلې سره د سولې کېدل ناشونی کار دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې د نن دوشنبې لړم ۲۷ مې په عمومي غونډه کې یو شمېر استازو ویلي حکومت باید د جګړې په میدان کې پر طالبانو بریدونه او فشارونه زیات کړي تر څو دا ډله سولې ته غاړه کېږي.
د دوی په وینا که حکومت د جګړې په ډګر کې د طالبانو د پرمختګ مخه ونه نسي، نه شي کولای له دغه ډلې سره د سولې په برخه کې کومه لاس ته راوړنه ولري.
د ځینو وکیلانو په وینا حکومت نباید د سولې د سراب په نشه کې جګړه له یاده وباسي او لا نور سیمې طالبانو ته ورپېرښودل شي.
د جرګې غړي عبدالقیوم سجادي و ویل د بریدګرې ستراتېژۍ نشتوالي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه لاس ته راوړنې له خنډ سره مخ کړې او د سولې کړۍ یې تنګه کړې ده.
سجادي زیاته کړه تر چې طالبانو ته د جګړې په ډګر کې ماته نه وي ورکړل شوې، دغه ډله به د سولې خبرو او سولې ته غاړه کېنږدي.
د جرګې یو بل غړي عبدالستار درزابي هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل سوله چې د قدرت او ځواک له لارې رامنځ ته نه شي، په زاریو نه راځي او د هېواد جګړه به پای ونه مومي.
د هغه په وینا افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه باید له دفاعي حالت په بریدګر حالت واوړي، تر چې طالبان اړ شي، چې د سولې خبرو ته غاړه کېږي.
په ولسي جرګه کې د غزني استازي هم له طالبانو سره پر جګړې ټینګار وکړ او ویې ویل، چې حکومت نباید د سولې په سراب کې ډوب او جګړه له یاده وباسي.
د هغه په وینا که حکومت د جګړې میدان له یاده وباسي او پر طالبانو بریدونه او فشارونه زیات نه کړي دغه ډلې به نورې سیمې هم لاندې او د حکومت تر څنګ به بل حکومت رامنځ ته کړي.
نوموړي د امریکا د پوځ د مشر جنرال جوزف ډانفورډ هغه څرګندونې چې ویلي یې دي، طالبان د جګړې په میدان کې نه ماتېدونکي دي وايي، دا د امریکا له خوا په حقیقت کې طالبانو ته شین څراغ دي.
نوموړي زیاته کړه حقیقت دا دی، که امریکا د طالبانو پر ملاتړو هېوادونو فشارونه زیات کړي، دغه ډله به د سولې خبرو ته چمتو شي، ولې امریکا افغان ولس د خپلو ګټو او لوبو قربانی کړی دی.
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني