د هند او پاکستان تر منځ د اوبو پر سر پخوانی لانجه مخ په پراخېدو ده، ځکه اسلام آباد په یوه تازه اقدام کې ویلي نور به ډهلي ته اجازه ورنکړي، چې ترڅو د دوی برخه اوبو وکاروي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یورو آسیا نشریې په یوه راپور کې ویلي د پاکستان قضايي ادارې پرېکړه کړې، چې به نور هند ته اجازه ورنکړ چې د پاکستان له اوبو څخه ګټه پورته کړي.
د پاکستان د قضايي ادارې مشر میا ثاقب نثار د رواي سیند او له آسیا سره د اوبو د ارتباطي کانال اوبو ته په اشارې تور پورې کړی، چې ډهلی له دغه اوبو څخه په غلا ګټه پورته کوي.
نثار د پنجاب د اوبو لګونې برخې مدیر ته سپارښتنه کړې تر څو د او د ستونزو په اړه وروستي راپورونه د روانې جنوري میاشتې تر څلورمې نېټې پورې وړاندې کړي.
هغه ویلي«د پاکستان کرونده ګرو د اوبو غلا د هغوی د وینو د څښولو په مانا ده.»
په ورته وخت کې د پنجاب د اوبو لګونې برخې مدیر سید علي مرتضی ویلي، پولیس د هغه کسانو په اړه چې د اوبو غلا کوي د لازمو اقداماتو په هڅه کې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل