۰

ایټالیا له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي

سی شنبه ۹ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۳
د ایټالیا په دفاع وزارت کې سرچینو اعلان کړی، چې هېواد یې په پام کې لري، چې خپل ځواکونه تر یوه کال پورې له افغانستان څخه وباسي.
ایټالیا له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي
د ایټالیا په دفاع وزارت کې سرچینو اعلان کړی، چې هېواد یې په پام کې لري، چې خپل ځواکونه تر یوه کال پورې له افغانستان څخه وباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه راپور د ایټالیا رسمي خبري آژانس آنسا ANSA) ) د یاد هېواد د دفاع وزارت د لوړ پوړو سرچینو له قوله ورکړی دی.

په راپور کې ویل شوي، د ایټالیا دفاع وزیر الیزابت ترینا عملیاتي او د همغږۍ قوماندانو ته لارښوونه کړې، چې له افغانستان د ایټالوي ځواکونو د ایستلو لړۍ و ارزوي.

د ایټالیا د دفاع وزارت دغه چارواکي ویلي تر راتلونکو ۱۲ میاشتو پورې باید له افغانستان څخه ایټالوي ځواکونه ښايي ووځي.

په ورته وخت کې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرې انزو موآورو میلانزي ویلی لومړی ځل دی، چې داسې یو خبر اوري او په وینا کله چې د اسرائیلو له سفر څخه بېرته هېواد ته وګرځي له دفاع وزیر سره به پر دې موضوع خبرې وکړي.
 
باید و ویل شي، چې ایټالیا له پنځلسو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ناټو تر چتر لاندې خپل پوځیان لري او ا مهال د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان پوځیانو روزنې او ملاتړ ته ادامه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي