د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پام کې لري، چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه غونډه وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونډه به نن دوشنبې شپه (د کب ۲۰) نیویارک کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې تر سره شي.
ټاکل شوې په دغه غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامچي یاماماتو د افغانستان د وروستي وضعیت په اړه بشپړ رپوټ وړاندې کړې.
دغه غونډې ته د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم ورغلی دی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي، ښاغلی محب نیویارک ته رسېدلی او په دغه غونده کې به ګډون وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل